افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا پرې شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126176-افغانستان_ته_د_ازبکستان_وارداتي_برښنا_پرې_شوې_ده
افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا د جمعې په ورځ د برښنا لېږد په شبکې کې د تخنینکي ستونزې رامنځته کېدو له امله پرې شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2023 08:04 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا پرې شوې ده

افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا د جمعې په ورځ د برښنا لېږد په شبکې کې د تخنینکي ستونزې رامنځته کېدو له امله پرې شوه.

د افغانستان د اړتیا ۷۵ سلنه برښنا وارداتي ده چې له ایران، تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان څخه واردېږي. هر کال د ژمي او یخنۍ په موسم کې، له یادو هېوادونو څخه د برښنا د وارداتو کچه کمېږي. افغانستان هرکال نږدې ۲۸۰ میلیون ډالر له سیمې او ګاونډیو هېوادونو څخه د برښنا پېرلو لپاره ورکوي.

له کابل څخه زموږ د خبریال د راپور  له مخې، د جمعې په ورځ د برښنا لېږد په شبکې کې د تخنیکي ستونزې رامنځته کېدو له امله افغانستان ته د ازبیکستان د وارداتي برښنا په پرې کېدو سره، یوځلي بیا د هېواد شمالي برخې د برښنا له نشتون سره مخ شوې. د ازبیکستان د برښنا پرې کېدل په داسې حال کې دي چې د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د ډېری شمالي ولایتونو اوسېدونکي ډېرې سختې ورځې تجربه کوي.

د افغانستان برښنا شرکت زیاته کړې: د ازبیکستان د برښنا ادارې چارواکو ویلي چې د تخنیکي ستونزې هوارولو او افغانستان ته د برښنا صادراتو بیا پیل لپاره هڅې دوام لري. د ازبیکستان له وارداتي برښنا څخه په کابل او د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې کار اخیستل کېږي.

څه موده وړاندې د افغانستان برښنا شرکت له ازبیکستان سره د برښنا واردولو تړون د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برښنا هم دوه ورځې وړاندې پرې شوې وه، خو د افغانستان برښنا شرکت بیا د ترکمنستان د برښنا له بیاځلي نښلولو خبر ورکړی دی.