په افغانستان کې د سلګونو تنفسي ناروغانو درملنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126180-په_افغانستان_کې_د_سلګونو_تنفسي_ناروغانو_درملنه_شوې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په جنوبي سیمه کې څه دپاسه (۲۰۰) هغه ناروغان روغ شول چې تنفسي ستونزې یې درلودې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2023 08:36 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د سلګونو تنفسي ناروغانو درملنه شوې

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په جنوبي سیمه کې څه دپاسه (۲۰۰) هغه ناروغان روغ شول چې تنفسي ستونزې یې درلودې.

یاد ناروغان د زابل ولایت په (میزانه) ولسوالۍ کې روغ شوي چې د زابل د عامې روغتيا درياست د چارواکو په خبره یاد ناروغان ( ٢١٩) کسان وو چې مختلفې تنفسي ناروغۍ یې درلودې.

د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي رسنیو ته ویلي چې د سروېلانس پرسونل او د تطبېق کوونکې انجو روغتیایي ټیمونه یې سیمې ته لیږلي تر څو یې دیادو ناروغانو درملنه ترسره کړه.

نوموړي ویلي د سيمې (۱۷۹) ماشومانو ته واکسین ورکړه شوی ترڅو له بېلابېلو ناروغيو څخه مخه ونیول شي او په خبره یې روغتيايي ټيمونه به هلته د څو ورځو لپاره پاته وي ترڅو ټولو کلیو ته د واکسین تطبيق ورسیږي او دناروغیو د کنټرول سمه چاره رامنځته شي.

باید وویل شي چې دژمي په دې ساړه موسم کې د افغانستان په ډیریو سیمو کې د سړې هوا او د ځان ته د نه پاملرنې په خاطر ډیری خلک له مختلفو تنفسې ناروغیو سره مخ کیږي.