د افغانستان په شمال کې د سالنګ لویه لاره پرانیستل شوې ده
د افغانستان له سویل سره د شمال ترټولو لویه نښلوونکې د سالنګ لاره، له څو ورځو تړل کېدو وروسته د موټرو تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
دا مهمه نښلوونکې لاره څو ورځې وړاندې د واورې ورېدو له امله د موټرو پر مخ تړل شوې وه، چې د دې لارې په تړل کېدو سره، د هېواد په څو ولایتونو کې د خوراکي او سوند توکو بیې لوړې شوې وې.
د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، چارواکو ویلي: د سالنګ لویه لاره له تېرې شپې راهیسې د ټرافیکو پرمخ پرانیستې ده او موټر چلوونکي کولای شي د ټرافیکي قوانینو په مراعاتولو سره، په دې لارې تګ راتګ وکړي. په سالنګ کې همدا اوس د یخنۍ کچه له ۳۲ درجو ټیټه ده. سوړ ژمی او د سختو واورو ورېدل، هر کال په افغانستان کې د لسګونه کسانو ژوند اخلي او دا هېواد د طبیعي پېښو پروړاندې د نړۍ یو ترټولو زیانمن هېواد دی.
د سالنګ لویې لارې په تونل کې هم تېره میاشت د تیلو ټانکر اورلګېدلی وو، چې له امله یې نږدې ۳۱ کسان ووژل شول او ۳۷ تنه نور هم ټپیان شول.