د ناروې د کډوالو شورا مشر: په ډېرې خواشینۍ افغانستان پرېږدم
-
یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ چې د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان ته تللی وو، نن یې دغه هېواد ته خپل سفر پای ته ورساوه او پر خپل ټویټر پاڼه یې لیکلي چې افغانستان په ډېرې خواشینۍ پرېږدي.

افغانستان ته د نوموړي د سفر موخه د اسلامي امارت سرپرست حکومت له مشرانو سره لیدنې وې، ترڅو د نجونو د تعلیم او ښځو ته د کار د حق د ورکړې په موخه قناعت ورکول وو، خو له ټویټ یې معلومیږي چې پخپله هڅه کې بریالی شوی ندی.
د ناروي د کډوالو د شورا مشر خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان به تر هغه وخته له اړینو مرستو بې برخې وي چې نړیوالو مرستندویو ټولنه ته د ښځینه همکارانو په ګډون او د هغو له لارې یوځل بیا د کار اجازه نه وي ورکړل شوي.