د ناروې د کډوالو شورا مشر: په ډېرې خواشینۍ افغانستان پرېږدم
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126204-د_ناروې_د_کډوالو_شورا_مشر_په_ډېرې_خواشینۍ_افغانستان_پرېږدم
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ چې د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان ته تللی وو، نن یې دغه هېواد ته خپل سفر پای ته ورساوه او پر خپل ټویټر پاڼه یې لیکلي چې افغانستان په ډېرې خواشینۍ پرېږدي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2023 13:32 Asia/Kabul
  • یان ایګلنډ
    یان ایګلنډ

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ چې د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان ته تللی وو، نن یې دغه هېواد ته خپل سفر پای ته ورساوه او پر خپل ټویټر پاڼه یې لیکلي چې افغانستان په ډېرې خواشینۍ پرېږدي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر: په ډېرې خواشینۍ افغانستان پرېږدم

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ  چې د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان ته تللی وو، نن یې دغه هېواد ته خپل سفر پای ته ورساوه او پر خپل ټویټر پاڼه یې لیکلي چې افغانستان په ډېرې خواشینۍ پرېږدي.

 

Image Caption

افغانستان ته د نوموړي د سفر موخه د اسلامي امارت سرپرست حکومت له مشرانو سره لیدنې وې، ترڅو د نجونو د تعلیم او ښځو ته د کار د حق د ورکړې په موخه قناعت ورکول وو، خو له ټویټ یې معلومیږي چې پخپله هڅه کې بریالی شوی ندی.

د ناروي د کډوالو د شورا مشر خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان به تر هغه وخته له اړینو مرستو بې برخې وي چې نړیوالو مرستندویو ټولنه ته د ښځینه همکارانو په ګډون او د هغو له لارې یوځل بیا د کار اجازه نه وي ورکړل شوي.