د آقينې بندر له لارې ترکېې ته د افغانستان صادرات پیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126374-د_آقينې_بندر_له_لارې_ترکېې_ته_د_افغانستان_صادرات_پیل_شول
 د طالبانو حکومت  په لومړي ځل د آقېنې بندر له لارې ترکیې ته د افغانستان د صادراتي توکو دلیږلو خبر ورکړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2023 02:04 Asia/Kabul
  • د آقينې بندر له لارې ترکېې ته د افغانستان صادرات پیل شول

 د طالبانو حکومت  په لومړي ځل د آقېنې بندر له لارې ترکیې ته د افغانستان د صادراتي توکو دلیږلو خبر ورکړی دی

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد توکي د کورنیو شرکتونو له لوري او د افغانستان د نمبر پلېټ لرونکو لاریو په واسطه ترکیې ته استول کېږي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یاد صادراتي توکي د آقینې بندر له لارې له ترکمنستان او ایران څخه تر تېرېدو وروسته ترکیې ته رسېږي.

د یادونې وړ ده، تر دې وړاندې د ځمکې له لارې د افغانستان صادراتي توکي د افغانستان د نمبر پلېټ لرونکو لاریو له لورې ترکیې هېواد ته نه وو صادر شوي.

طالبانو د يادو صادراتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي‌.

په دې اړه د سوداګرۍ خونې او سوداګرو نظر هم نه دی ترلاسه شوی.