د آقينې بندر له لارې ترکېې ته د افغانستان صادرات پیل شول
Jan 18, 2023 02:04 Asia/Kabul
د طالبانو حکومت په لومړي ځل د آقېنې بندر له لارې ترکیې ته د افغانستان د صادراتي توکو دلیږلو خبر ورکړی دی
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد توکي د کورنیو شرکتونو له لوري او د افغانستان د نمبر پلېټ لرونکو لاریو په واسطه ترکیې ته استول کېږي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یاد صادراتي توکي د آقینې بندر له لارې له ترکمنستان او ایران څخه تر تېرېدو وروسته ترکیې ته رسېږي.
د یادونې وړ ده، تر دې وړاندې د ځمکې له لارې د افغانستان صادراتي توکي د افغانستان د نمبر پلېټ لرونکو لاریو له لورې ترکیې هېواد ته نه وو صادر شوي.
طالبانو د يادو صادراتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
په دې اړه د سوداګرۍ خونې او سوداګرو نظر هم نه دی ترلاسه شوی.
ټیګونه