له نړۍ سره تعامل پرته د طالبانو حکومت دوام نشي لرلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126392-له_نړۍ_سره_تعامل_پرته_د_طالبانو_حکومت_دوام_نشي_لرلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د پخواني حکومت د کار او د ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد تینج وویل د طالبانو حکومت له نړۍ سره تعامل پرته زیاته موده نشي پاتې کیدلای.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2023 07:28 Asia/Kabul
  • له نړۍ سره تعامل پرته د طالبانو حکومت دوام نشي لرلی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د پخواني حکومت د کار او د ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد تینج وویل د طالبانو حکومت له نړۍ سره تعامل پرته زیاته موده نشي پاتې کیدلای.

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت د کار او د ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد تینج له اناتولي خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل له بده مرغه له نړۍ سره د طالبانو د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو او تعامل نلرلو افغانستان په سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز کړکیچ کښې ډوب کړی دی او هیڅ هیواد او حکومت له نړۍ سره تعامل او راشه درشه پرته نه پاتې کیږي.»

احمد تینج وویل څلویښت کلن جنګ او په افغانستان باندې له سلطې وروسته د طالبانو لخوا د محدودیت او تاوتریخوالي او د بندیزونو لګول په هیواد کښې د بې وزلۍ د لوږې د قحطۍ او د سختې بیکارۍ اصلي عوامل دي.

مخکې مرستندویه موسسو ویلي وو چې د افغانستان کابو پینځه نوي(۹۵) فیصده خلک په بې وزلۍ کښې ژوند کوي.

د طالبانو حکومت له زیاتو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي او باوري دی چې د نړیوال روا والي ترلاسه کول به د دغو مشکلاتو له ختمیدا سره ستره مرسته وي.