طالبانو په کابل کښې د معتادانو ستره اډه له مینځه وړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126506-طالبانو_په_کابل_کښې_د_معتادانو_ستره_اډه_له_مینځه_وړې
طالبانو وویل چې د کابل په پلِ سوخته کښې په نشه د روږدو کسانو د راغونډیدو یو اصلي ځاې یې پس له شلو کلونو په بشپړه توګه له معتادانو پاک کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2023 10:18 Asia/Kabul
  • طالبانو په کابل کښې د معتادانو ستره اډه له مینځه وړې

طالبانو وویل چې د کابل په پلِ سوخته کښې په نشه د روږدو کسانو د راغونډیدو یو اصلي ځاې یې پس له شلو کلونو په بشپړه توګه له معتادانو پاک کړی دی.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، په تیرو ۲۰ کالو کښې د کابل پلِ سوخته چې د نشه ایزو توکو د پلورونکو او د روږدو کسانو لپاره په یو خوندي ځاې بدل شوی و، طالبانو له هغوي څخه پاک کړ.

د کابل پلیسو په یو بې مخیني اقدام کښې تر پل سوخته لاندې سیمه د معتادانو او د موادو له خرڅوونکو څخه په بشپړه توګه خالي کړه.

د کابل د پولیسو ویاند خالد زدران په دې هکله وویل: پلِ سوخته د روږدو کسانو له شتونه په بشپړه توګه پاک کړی شوی دی او ټول معتادان د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې په تیرو څو وروځو کښې د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه کابو زر تنه معتادان راغونډ کړی شوي او روغتون ته منتقل کړې شوي دي ترڅو په دې ساړه موسم کښې یې ژوند په خطر کښې ونه لویږي.

زدران زیاته کړې ده: د کابل ښار په نورو برخو کښې هم په نشې د روږدو کسانو د راغونډولو بهیر دوام لري او هم داشان د نشه ایزو توکو د پلور ځایونه هم له مینځه وړل شوي دي.