د افغانستان د ټاپې د پروژې دامنیت د تامینولو لپاره تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126570-د_افغانستان_د_ټاپې_د_پروژې_دامنیت_د_تامینولو_لپاره_تیار_دی
 د طالبانو دکابینې داقتصادي چارو مرستیال روښانه کړې ده، دسیمې اقتصادي ،سیاسی او امنیتی پراختیا،د سیمې ددرستو هیوادونو ګډ مسئولیّت دی اوب اید ګډ اقدامات ترسره شي.  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2023 12:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ټاپې د پروژې دامنیت د تامینولو لپاره تیار دی

 د طالبانو دکابینې داقتصادي چارو مرستیال روښانه کړې ده، دسیمې اقتصادي ،سیاسی او امنیتی پراختیا،د سیمې ددرستو هیوادونو ګډ مسئولیّت دی اوب اید ګډ اقدامات ترسره شي.  

د افغانستان د طالبانو حکومت،د ټاپې په نامې سره هند او پاکستان ته د افغانستان له لارې د  ترکمنستان د ګیسو د پایپ لاین د پروژې د امنیت د تامینولو دځانګړي ځواک دجوړیدا لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.

 دترکمنستان د ګیسو ډپایپ لاین پروژه ، دافغانستان له لارې ،پاکستان او هندوستان ته څه دپاسه شل کلونه کیږي،چې تر دې دمه   ئې اجرائي کیدا پیل شوې نه ده . د ټاپې پروژې لومړنۍ تړون په ۲۰۰۸کال کې د افغانستان ،پاکستان او هندوستان ترمینځ د ترکمنستان د ګیسو داخستونکو  او دټاپې له پروژې څخه  دګټه اخستونکو په توګه لاسلیک شوه او  د درو واړو هیوادونو ترمینځ لومړنۍ تړون  هم په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شو. که څه هم  وئيل شوي وو،  چې دغه پروژه بایدتر ۲۰۱۸کال پورې بشپړ شي، خو هماغه راز دګیسو ددغې پروژې د بشپړتیا لپاره کوم جدي ګام نه دی پورته کړئ شوی.

زمونږخبریال له کابله راپور رواکړ،د طالبانو د کابینې د اقتصادي چارو مرستیال  ملاعبدالغني برادر نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل،که څه هم ددغې ډلې مسئولانو  د افغانستان له لارې ددغې  پروژې د  اجرا  له مسئولانو سره په لیدو کتو کې دوي ته ډاډ ورکړی دی،خو  د ضرورت په بڼه کې ، طالبان د پروژې دامنیت د تامینولو لپاره د ځانګړي امنیتي ځواک د جوړولو لپاره  تیار دي.   

 د طالبانو دکابینې داقتصادي چارو مرستیال  روښانه کړې ده، دسیمې اقتصادي ،سیاسی او امنیتی پراختیا،د سیمې ددرستو هیوادونو ګډ مسئولیّت دی اوب اید ګډ اقدامات ترسره شي.