ازبکستان دې پر افغانستان بریښنا نه غوڅوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126654-ازبکستان_دې_پر_افغانستان_بریښنا_نه_غوڅوي
دافغانستان  د اړتیا وړ پنځه اویا فیصدي بریښنا وارداتي ده چې له ایران،تاجیکستان،ازبکستان او  ترکمنستان څخه واردیږي. هرکال په ژمي او یخې هوا موسم کې  له نوموړو هیوادونو څخه د بریښنا وارداتو اندازه کمیږي . افغانستان په کال کې  له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو د بریښنا د اخستو په بدل کې کابو دوه سوه اتیا میلیون ډالر لګښت  ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2023 01:30 Asia/Kabul
  • ازبکستان دې پر افغانستان بریښنا نه غوڅوي

دافغانستان  د اړتیا وړ پنځه اویا فیصدي بریښنا وارداتي ده چې له ایران،تاجیکستان،ازبکستان او  ترکمنستان څخه واردیږي. هرکال په ژمي او یخې هوا موسم کې  له نوموړو هیوادونو څخه د بریښنا وارداتو اندازه کمیږي . افغانستان په کال کې  له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو د بریښنا د اخستو په بدل کې کابو دوه سوه اتیا میلیون ډالر لګښت  ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، له ازبکستان څخه له قرارداد سره سم افغانستان ته د برېښنا ورکړې غوښتنه وکړه او وې ویل، هېواد د ثبات پر لور روان دی او ښه راتلونکی لري.

دافغانستان  د اړتیا وړ پنځه اویا فیصدي بریښنا وارداتي ده چې له ایران،تاجیکستان،ازبکستان او  ترکمنستان څخه واردیږي. هرکال په ژمي او یخې هوا موسم کې  له نوموړو هیوادونو څخه د بریښنا وارداتو اندازه کمیږي . افغانستان په کال کې  له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو د بریښنا د اخستو په بدل کې کابو دوه سوه اتیا میلیون ډالر لګښت  ورکوي.

ایرناخبری آژانس رپور ورکړی، د افغانستان برېښنا شرکت  د تېرې مرغومي میاشتې په ۱۱ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره تمدید شوی دی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي پرون  په کابل کې د کرهڼیزو محصولاتو پراختیایي صندوق پرانیست‌غونډه کې وویل، افغانستان له ازبکستان سره د حیرتان بندر له لارې ښه راشه درشه لري او هیله‌من دی چې دغه هېواد پر خپلې هغې ژمنه ودرېږي چې د افغانستان له برېښنا شرکت سره یې کړې او افغانستان ته به د هوکړې له مخې، څه باندې ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا ورکوي.

هغه وویل:  له بده مرغه ازبکستان اوس هغه بریښنا غوڅه  کړی او هېوادوال له مشکل سره مخ دي، د ګاونډيتوب او ورورۍ تقاضا دا ده چې په سخت وخت کې یو بل ته لاس سره ورکړو.

متقي هیله څرګنده کړه چې د ازبکستان چارواکي پر خپلې ژمنې ودرېږي او له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا ورکړي؛ ځکه د افغانستان خلک هم په ژمي او هم اوړي کې برېښنا ته اړتیا لري.

 د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل، افغانستان د ثبات پر لور روان دی او یو ښه راتلونکی لري، خو کلک عزم، اراده او محنت غواړي.