د قران کريم د سوځولوعاملین دې سزاشي
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني په یوه غونډه کې وویل د قران کریم سوځول د ټولو مسلمانانو زړونه زیانمن کړي دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس په سويډن کې د قران کريم د سوځولو پېښه وغندله او د دې پېښې د عاملينو د مجازات غوښتنه يې وکړه.
افغان غږ خبری آژانس وایی د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني په یوه غونډه کې وویل د قران کریم سوځول د ټولو مسلمانانو زړونه زیانمن کړي دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د دغه کار عاملین باید مجازات شي،تر څو بیاڅوک د قرآن او د اسلام سپیڅلي دین ته سپکاوی ونه کړي.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه: د مسلمانانو دنده ده چې د قرانکريم ساتنه وکړي، ترجمه او تفسير يې په نظر کې ونيسي او د انسانانو د لارښوونې او د ژوندانه د چارو د پرمختيا لپاره يې وکاروي.