آيا د افغانستان اسلامي امارت له چین څخه بې پیلوټه الوتکې رانیسي؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126848-آيا_د_افغانستان_اسلامي_امارت_له_چین_څخه_بې_پیلوټه_الوتکې_رانیسي
یوه امریکایي رسنۍ ادعا کوي چي چین غواړي ټروریزم سره د مبارزې تر عنوان لاندې طالبانو ته پرمختللې بې پیلوټې الوتکې ورکړي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 26, 2023 08:46 Asia/Kabul
  • آيا د افغانستان اسلامي امارت له چین څخه بې پیلوټه الوتکې رانیسي؟

یوه امریکایي رسنۍ ادعا کوي چي چین غواړي ټروریزم سره د مبارزې تر عنوان لاندې طالبانو ته پرمختللې بې پیلوټې الوتکې ورکړي.

د امریکن اینټر پرایز موسسې غړی مایکل روبین ۱۹۴۵ نومې امریکایي فوځې ویپاڼې ته ویلي چي په افغانستان کې رامینځ ته شوې پېښې خورا مهمې دي او طالبان له پخوا څخه هیڅ بدل شوي نه دي.

هغه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره، د امریکې په مرستو باندې په نیوکې سره لیکي: د زلمی خلیلزاد له ژمنو سره سره، طالبان نه دي بدل شوي او د بایډن اداره په پیسو سره نه شي کولای طالبان له غرب سره نژدې او د هغوی ایډیالوژي بدله کړي.

دغه امریکایي رسنۍ ادعا کوي چي په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکې له نقدي مرستو څخه د رونیزو او عمومي خدماتو په ځای د فوځي موخو لپاره کار اخلي او غواړي له چین څخه د Blowfish بلوفیش په نامه پرمختللې بې پیلوټې الوتکې رانیسي.

د دغه امریکایي رسنۍ په راپور کې راغلې چي بلوفیش یوه خطرناکه بې پیلوټه الوتکه ده، چي په مشین ګن، ګرنیټ لانچر او هاوان باندې سمبال دی او له پرمختللی مصنوعي هوښ څخه برخمن دی چي کولایشي کسان په اتومات توګه په نښه کړي.

د طالبانو حکومت لاهم دغه ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی.