افغانانو د سوېډن بېرغ ته اور واچوه
د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې خلګو قرآن کریم ته د سوېډن له لورې د سپکاوی په غبرګون کې د دې هیواد بیرغ ته اور ورته کړ.
د سوېډن حکومت څو ورځې وړاندې د دریم ځل لپاره د قرآن د سوځولو د جواز د صادرولو په ترڅ کې د قران د سوځولو لپاره یې د افراطي ګوند سرغنه راسموس پالودان امنیت هم ټینګ کړ. له هغه وروسته په هالنډ کې هم د پګېدا د افراط پال ګوند سرغنه اډوین واګنسولد هم قران شریف څیرې کړ چي دغه وحشیانه اقدامات له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شول.
د غبرګونونو د بهیر په دوام کې دا ځلې په افغانستان کې له خوست وروسته په کندهار کې خلګو د سوېډن په خلاف مظاهرې وکړې او د دې هیواد بیرغ ته یې اور واچوه.
مظاهرکوونکو د اسلامي مقدساتو سپکاوی یوه غیرانساني او غیر اخلاقي عمل وباله او د نړۍ له مسلمانانو څخه غوښتنه وکړه چي د دغو سپک سپورو په وړاندې چوپه خوله پاته نه شي.
له دې مخکې، په ننګرهار،زابل، خوست او پکتیا کې هم پراخې مظاهرې شوې وې او د طالبانو د حکومت چارواکو هم د قران د سپکاوی ته سخت غبرګون ښودلي وه.