په هرات کې سوداګرو میرمنو ته دویم بازار پرانیستل شوی
Jan 28, 2023 11:41 Asia/Kabul
د افغانستان د لویدېځې حوزې د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولین وایي، په هرات ولایت کې د سوداګرو میرمنو لپاره دویم بازار پرانیست چې پنځوس هټۍ لري او په کې زیات لاسي توکې پلور ته وړاندې شوي.
د افغانستان د لویدېځې حوزې د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولین وایي، په هرات ولایت کې د سوداګرو میرمنو لپاره دویم بازار پرانیست چې پنځوس هټۍ لري او په کې زیات لاسي توکې پلور ته وړاندې شوي.
د دغه خونې مسؤلین وایي، په وروستیو کې د افغانستان په جنوبي حوزه کې سوداګریزو فعالیتونو ته د میرمنو لیوالتیا زیاته شوې.
په همدې حال کې د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، که په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ظلم ونشي او ودې ته پرېنښودل شي، نو په دغه هېواد کې به سوله او سوکالي دواړه تظمین شي.