کندهار کښې له غواګانو ډیرې شیدې ترلاسه کیږي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په کندهار ولايت کي هره ورځ شاوخوا (۱۵۰۰۰) ليټره شيدې د غواګانو له فارمونو څخه لاس ته راوړل کېږي .
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي واېي چي په دې ولایت کې شاوخوا (۶۰۰) د غواګانو فارمونه شتون لري .
د کندهار د کرنې, اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو محصولاتو آمر مولوي شمس الرحمن موسی رسنيو ته وويل چي ياد ولايت کې (۶۰) فارمونه موجود دي چي (۱۱۸۶۱۲) غوا ګانې په کې ساتل کېږي او هره ورځ شاوخوا (۱۵۰۰۰) ليټره شيدې تري لاس ته راځي .
ښاغلې وويل چي دغه فارمونه د ښار په شمول په ډنډ,ژړۍ,پنجوايي,ارغنداب او ځينو نورو ولسواليو کي موجود دي .
مولوي موسی زياته کړه چي په دغو فارمونو کي لسګونه کسانو ته د کار کولو زمينه فراهم شوي ده .
په افغانستان کې ډیری خلک داسې شته چې خپل حلال رزق د څارویو لبنیاتو له پلورلو څخه لاسته راوړي او له خپل ژوند نه خورا خوشاله هم دي.