د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره روزنه اړینه ده
Feb 06, 2023 08:06 Asia/Kabul
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی ملګروملتونو د افغانستان د اقتصاد د پراختیا او د پرمختګ لپاره د ځواکونو د روزنې په رول ټینګار وکړ.
په کابل کښې د ملګروملتونو د معاونت د دفتر مشرې میرمن روزا اوتنبایوا د افغانستان د فني او د حرفه اي ادارې له کتلو وروسته وویل افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د پراختیا په لاره کښې د حرکت کولو لپاره له روزل شویو او باسواده ځواکونو استفادې کولو ته مجبوره دی.
روزا اوتنبایوا پرون د افغانستان د فني او د حرفه اي روزنې د ادارې له کتلو وروسته د دغه ادارې له چارواکو سره په کتنه کښې د فني او د حرفه اي فعالیتونو او د زده کړې فرصتونو ته د انجلیو په لاسرسي ټينګار وکړ.
هغې وویل چې فني روزنې د افغانستان د پرمختګ لپاره یو ضرورت دی.
ټیګونه