کنعانی: پویایی دیپلماتیک در مذاکرات رفع تحریم‌ها وجود دارد
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127496-کنعانی_پویایی_دیپلماتیک_در_مذاکرات_رفع_تحریم_ها_وجود_دارد
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان امنیتي پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.
(last modified 2023-02-06T05:50:50+00:00 )
Feb 06, 2023 10:18 Asia/Kabul
  • کنعانی: پویایی دیپلماتیک در مذاکرات رفع تحریم‌ها وجود دارد

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان امنیتي پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.

هغه نن په یوه ټویټر پیغام کښې د طالبانو د حکومت د بریاو په ستاینې سره وویل د افغانستان په تیرو حکومتونو کښې د امنیتي ځواکونو د غفلت په دلیل هیڅ ښاریز ارامښت نه درلود خو اوس د افغانستان امنیتي پرمختګونه د ستاینې وړ دي.

ذبیح الله مجاهد وویل د افغانستان په تیرو حکومتونو کښې هیڅ چا امنیت نه درلود او د هیواد لویې لارې له غلو او سړي تښتونکو څخه ډکې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې اوس د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کښې امنیت پیاوړی شوی او باید د امنیت د ساتونکو ځواکونو قدرونه وکړو.

په افغانستان کښې له نسبي امنیت سره سره اوس هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې ترهګرۍ پیښې ،جنایتونه او غلاګانې او د خلکو تښتول دوام لري.