په نشې باندې اخته څه دپاسه ۷۰زره کسانو درملنه شوی ده
دغزني ولایت مقام دغونډو په تالار کې په همدې موخه غونډه نیول شوې وه چې دغزني دوالي او مرستیال په ګډون د نورو ادارو یو شمېر ریسانو ، دیني عالمانو او قومي مشرانو هم ګډون درلود
دیاد وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق آخندزاده په خپلو خبرو کې وویل چې تر اوسه یې په افغانستان کې (۷۴) زره تنه په مخدره توکو د روږدو کسانو درملنه کړې او خپلو کورنو ته یې استولي دي.
نوموړی وایي چې په تیرو (۲۱) کلونو کې دکابل (پل سوخته) څخه د معتادینو پاکوالی ترسره نه شو ، په خبره یې افغان اوسنی حکومت په دې وتوانیدی چې یاد پل څخه روږدي کسان تدواي کړي.
په یاده غونډه کې یو شمېر دیني علماؤ او قومي مخورو هم د نشه یي توکو پر ضد او د مخنیوي اړوند خبرې وکړي.
باید وویل شي چې روغتیا پالان وایي که یو انسان غواړي ځوان ، غښتلی ، پیاوړی ، او په ژوند کې خوښ وي نو له نشه یې توکو څخه دې ځان وساتي ځکه نشه کاذبه خوشالي دیو څو دقیقو لپاره انسان ته شاید ور وبښي خو لږ وروسته بیا پرې خفګان را برسیره کیږي.