بهرني هیوادونه باید په افغانستان کښې سفارتونه پرانيزي
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي میرمن رزا اووتونبایوا د طالبانو د عدلیې له وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي سره په کتنه کښې د نړۍ په هیوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کښې خپل سفارتونه خلاص کړي.
واک ته د طالبانو د رسیدا د څه د پاسه یونیم له تیریدا سره سره تراوسه د نړۍ هیڅ هیواد او ارګان د دغه ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
د طالبانو له حکومته د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهمه غوښتنه د ښاریزو د حقوقو رعایتول په تیره بیا د پراخ بنسټه حکومت جوړول او د ښځو د زده کړې او د کار کولو د حق په رسمیت پیژندل دي.
د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي میرمن رزا اوتونبایوا پرون د طالبانو د حکومت د عدلیې له وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي سره په کتنه کښې په افغانستان کښې د دغه ارګان د فعالیتونو په هکله د یوه راپور د وړاندې کولو په ترڅ کښې وویل د نړۍ له هیوادونو غواړو د افغانستان له خلکو سره په ښه ډول د مرستو کولو او د خدمتونو کولو لپاره په دغه هیواد کښې خپل سفارتونه پرانیزي.
هغې دغه راز د افغانستان له قضايي سیسټمونو د ملګروملتونو په ملاتړ ټینګار وکړ.
د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هم په دغه کتنه کښې وویل د افغانستان قضايي سیسټم په قوت ، عدالت او خپلواکۍ سره مخ ته روان دی او هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره د دوښمنۍ کولو پرځاې له دغه ډلې سره تعامل وکړي.