طالبانو د افیمو د تولید څو کارخانې له مینځه وړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127768-طالبانو_د_افیمو_د_تولید_څو_کارخانې_له_مینځه_وړي_دي
صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د ادارې مرستیال عبدالحق اخوند زاده وویل د دغه ادارې د ځواکونو په مرستې سره د افیمو د تولیدولو یوسل اوه څلویښت کارخانې پیژندل شوي او له مینځه وړل شوي دي.
(last modified 2023-02-11T07:55:08+00:00 )
Feb 11, 2023 12:09 Asia/Kabul
  • طالبانو د افیمو د تولید څو کارخانې له مینځه وړي دي

صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د ادارې مرستیال عبدالحق اخوند زاده وویل د دغه ادارې د ځواکونو په مرستې سره د افیمو د تولیدولو یوسل اوه څلویښت کارخانې پیژندل شوي او له مینځه وړل شوي دي.

افغانستان په نړۍ کښې د نشه ییزو موادو تر ټولو ستر تولیدونکی دی او د هیواد څه د پاسه څلور میلیونه خلک نشې کوي.

د افغانستان څه د پاسه  پینځه لکه خلک هم د نشه ییزو موادو په کر، تجارت او قاچاق کښې برخه لري.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت له نشه يیزو موادو سره د مبارزې د ادارې مرستیال عبدالحق اخوند زاده غزني ولایت ته د سفر په وخت وویل دغه ادارې په تیر یو نیم کال کښې په درې سوه اوه سوه عملیاتو کښې د افیمو د تولید یوسل اوه څلویښت کارخانې پیژندلي او وراني کړي او لسګونو کسان یې هم نیولي دي.