ننګرهارکې څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته
Feb 12, 2023 13:58 Asia/Kabul
زمونږخبریال راپور راکړی د ننګرهار باختر دولتي اژانس مدیر قریشي بدلون چې د ولایتي ادارې په استازیتوب له رسنیو سره خبرې کوي وایي تیره ورځ د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ اړوند په اتران سیمه کې د دوه کورنیو تر منځ د زمکې پر سر وسله واله نښته رامنځته شوه.
بدلون وویل په دې نښته کې له دواړو لوریو دوه تنه ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.
د باختر دولتي اژانس مدیر وویل امنیتي ځواکونو د دې پیښې په تړاو څلور تنه له وسلو سره یو ځای نیولي چې تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي.
نوموړي وویل زر به د نیول شویو کسانو دوسیه د وروستیو کړنو په موخه عدلي اوقضایي ادارو ته وسپارل شي.
ټیګونه