هلمند کې پرلپسې وچکاليو ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127880-هلمند_کې_پرلپسې_وچکاليو_۶۵_سلنه_باغونه_له_منځه_وړي
هلمند ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، د دوی د سروې له مخې تېرو وچکاليو او جګړو په دې ولايت کې ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي دي.
(last modified 2023-02-13T04:54:36+00:00 )
Feb 13, 2023 09:20 Asia/Kabul
  • هلمند کې پرلپسې وچکاليو ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي

هلمند ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، د دوی د سروې له مخې تېرو وچکاليو او جګړو په دې ولايت کې ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي دي.

هلمند کې پرلپسې وچکاليو ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي

هلمند ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، د دوی د سروې له مخې تېرو وچکاليو او جګړو په دې ولايت کې ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي دي.

د هلمند د کرنې رياست د نباتاتو او اصلاحي چارو مدیر عبدالمنان امیري وايي، چې د دوی د سروې ډلو موندلې چې ډیری باغونه د تېرو جګړو او درې کلنې وچکالۍ له امله له منځه تللي چې زیات یې د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې دي.

د امیري په خبره، هلمند کې انګورو، انارو او بادامو ښه نتیجه ورکړې خو، اوس مهال بڼوال یوازې د ۳۵ سلنه باغونو څخه حاصلات په لاس راوړي ځکه چې نور باغونه وچ شوي دي.

په همدې حال کې هغه بڼوال چې باغونه یې له منځه تللي وایي، چې دومره وس او توان نه لري چې نیالګي وپیري او خپل باغونه له سره جوړ کړي.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ يو اوسيدونکی حاجي محمد رحيم د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په نوي کال کې د دوی لپاره نيالګي چمتو کړي ترڅو دوی خپل باغونه له سره جوړ کړي.

دغه راز د موسی کلا ولسولۍ يو بڼوال محمدطاهر بیا وايي، چې د دوی په ولسوالۍ کې د تيرو وچکاليو له امله ۸۰ سلنه باغونه وچ شوي چې له امله يې باغ لرونکي له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړی د طالبانو د حکومت څخه د کانالونو په ویستلو، نیالګیو ورکولو او نورو برخو کې د مرستو غوښته کوي.

هلمند کې د طالبانو د کرنې رياست د بولان د تحقيقاتي فارم امر فرید احمد ناصري یادې ستونزې مني او وایي، چې بڼوالو سره به لازمې مرستې وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې دوی د دې ولايت په ګرمسېر، ناوې او ګرشک ولسوالیو کې د دولتي باغونو د ترمیم چارې د ورټافیس په نوم د یوې موسېسې په مالي لګښت پېل کړې دي.

هغه وايي.«په نادعلي، ناوې، نهرسراج او ګرمسېر ولسوالیو کې ورټافیس موسېسې هغه کروندګرو سره کار پېل کړی چې باغونه یې له منځه تللي، دوی ته نیالګي او نور اړین وسایل ورکوي

روانې وچکالۍ او تېرو جګړو په ټول هیواد کې کروندګر او بڼوال سخت زیانمن کړي دي.

له اطلاعاتي روز څخه په مننې