د افغانستان د زده کړې  د نظام  دپیاوړي کولو هڅه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127888
  د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر مولوی ندامحمد ندا  هم په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې ووئيل،  د طالبانو حکومت دخپلو دیني او ملی ارزښتونو په سیوري کې  د  ځوانانو  زده کړې او روزنې ته ژمن یوو.
(last modified 2023-02-13T10:21:29+00:00 )
Feb 13, 2023 14:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان د زده کړې  د نظام  دپیاوړي کولو هڅه کوو

  د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر مولوی ندامحمد ندا  هم په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې ووئيل،  د طالبانو حکومت دخپلو دیني او ملی ارزښتونو په سیوري کې  د  ځوانانو  زده کړې او روزنې ته ژمن یوو.

 زمونږ خبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د طالبانو دموقته حکومت  دکابینې مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي  پرون د تحصیلی اورګانونو د استاذانو لپاره ددیني او علمي  درې ورځنیز سمینار   کې د تحصیلی معیارونو  باندې په بیا کتنې په ټينګار سره  ووئيل،پخپلو پښو د دریدونکي افغانستان  لپاره  د هیواد د زده کړې د نظام د پياوړتیا لپاره به  له هیڅ ملګرتیا او مرستې ډډه ونه کړي.

 مولوی حنفي ، د افغانستان د ځوانانو په روزنې کې د  استاذانو د رول او په ټولنې کې د دوي  ځائيګي او  اهمیّت په قدرونې سره  ووئیل، د نیواکګرۍ او جنګونو  د څلورلسیزو ترینګلتیاؤ  په دلیل ،  هیواد ډير  نه جبرانیدونکي تاوانونه لیدلی دي  او ددغو تاوانونو د جبرانولو لپاره  تعلیمیافته کسانو ته ډیره اړتیا لرو.

  د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر مولوی ندامحمد ندا  هم په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې ووئيل،  د طالبانو حکومت دخپلو دیني او ملی ارزښتونو په سیوري کې  د  ځوانانو  زده کړې او روزنې ته ژمن یوو.