افغانستان ته نور نقد ډالر استول شوي دي
افغانستان پلازمينې ته د بشري مرستو بله (۴۰) ميليوني ډالري کڅوړه ورورسیده
د افغانستان بانک کابل ته د (۴۰) ميليونو ډالرو د رارسيدلو خبر ورکوي .
د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو قدرداني وکړه او د ډيرو کومکونو غوښتنه يې وکړه .
له بل لوري دغه بانک هيواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو د وارديدو هرکلی وکړ او له نړيوالي ټولني د بشري مرستو د مننې تر څنګ يې وغوښتل چي له افغانستان بانک سره غوره بانکي اړيکې ولري .
ويل کيږې چي هيواد ته د بشري کمکونو له شروع (58) کمکي کڅوړي په نغدي ډول کابل ته رارسيږي او د افغانستان يو سوداګريز بانک ته سپارل کيږې .
د يادوني وړ ده چي افغانستان ته د مرستندويو هيوادونو د بشري کمکونو د ليږلو بهير له شروع څخه تر اوسه شاوخوا (۲) ميليارده امريکايې ډالره افغانستان ته را رسيدلي دي .