افغانستان ته نور نقد ډالر استول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127904-افغانستان_ته_نور_نقد_ډالر_استول_شوي_دي
افغانستان پلازمينې ته د بشري مرستو بله (۴۰) ميليوني ډالري کڅوړه ورورسیده
(last modified 2023-02-13T08:16:38+00:00 )
Feb 13, 2023 12:44 Asia/Kabul
  • افغانستان ته نور نقد ډالر استول شوي دي

افغانستان پلازمينې ته د بشري مرستو بله (۴۰) ميليوني ډالري کڅوړه ورورسیده

د افغانستان بانک کابل ته د (۴۰) ميليونو ډالرو د رارسيدلو خبر ورکوي .

د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو قدرداني وکړه او د ډيرو کومکونو غوښتنه يې وکړه .

له بل لوري دغه بانک هيواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو د وارديدو هرکلی وکړ او له نړيوالي ټولني د بشري مرستو د مننې تر څنګ يې وغوښتل چي له افغانستان بانک سره غوره بانکي اړيکې ولري .

ويل کيږې چي هيواد ته د بشري کمکونو له شروع (58) کمکي کڅوړي په نغدي ډول کابل ته رارسيږي  او د افغانستان يو سوداګريز بانک ته سپارل کيږې .

د يادوني وړ ده چي افغانستان ته د مرستندويو هيوادونو د بشري کمکونو د ليږلو بهير له شروع څخه تر اوسه شاوخوا (۲) ميليارده امريکايې ډالره افغانستان ته را رسيدلي دي .