تخار کښې د نشه یانو لپاره روغتون فعال شوی
د افغانستان د تخار ولايت په نشه يې توکو د روږدو کسانو (۴۰) بستريز روغتون وروسته له دوو کلونو بيرته فعال شو.
د تخار ولايت د عامي روغتيا رياست چارواکي وايې چي په نشه يې توکو د روږدو کسانو د تداوي (۴۰) بستريز روغتون له ډيري مودي ځنډ څخه وروسته دوباره فعال شوی دی.
عبدالقهار احمدي د تخار ولايت د عامي روغتيا رئيس رسنيو ته وويل چي دغه روغتون د بوديجې له کمښت سره مخامخ و او سبب شو چي غير فعال شي ,خو اوس مهال د عامي روغتيا وزارت د رهبرۍ د هڅي او هلي ځلي ,او د بوديجې د ورکړي په پايله کي ياد روغتون يو ځل بيا ګټي اخيستلو ته تيار او فعال شو.
ښاغلي وويل چي په نشه يې توکو د روږدو کسانو (۴۰) بستريز روغتون (۳۰) کار کونکي لري چي د فعاليت په لومړۍ ورځ کي (۳۰) تنه په نشه يې توکو اخته کسان تداوي کړل .
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د صحت په برخې کې زیات خدمات او د نویو صحي مرکزونو ایجادولو راپورونه اوریدل کیږي . په غزني ولایت کې هم د لسګونو نوي کلنیکونو د پرانیستلو راپورونه ورکول شوي دي.