تخار کښې د نشه یانو لپاره روغتون فعال شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127980-تخار_کښې_د_نشه_یانو_لپاره_روغتون_فعال_شوی
د افغانستان د تخار ولايت په نشه يې توکو د روږدو کسانو (۴۰) بستريز روغتون وروسته له دوو کلونو بيرته فعال شو.
(last modified 2023-02-14T08:51:13+00:00 )
Feb 14, 2023 13:17 Asia/Kabul
  • تخار کښې د نشه یانو لپاره روغتون فعال شوی

د افغانستان د تخار ولايت په نشه يې توکو د روږدو کسانو (۴۰) بستريز روغتون وروسته له دوو کلونو بيرته فعال شو.

د تخار ولايت د عامي روغتيا رياست چارواکي وايې چي په نشه يې توکو د روږدو کسانو د تداوي (۴۰) بستريز روغتون له ډيري مودي ځنډ څخه وروسته دوباره فعال شوی دی.

عبدالقهار احمدي د تخار ولايت د عامي روغتيا رئيس رسنيو ته وويل چي دغه روغتون د بوديجې له کمښت سره مخامخ و  او سبب شو چي غير فعال شي ,خو اوس مهال د عامي روغتيا وزارت د رهبرۍ د هڅي او هلي ځلي ,او د بوديجې د ورکړي په پايله کي ياد روغتون يو ځل بيا ګټي اخيستلو ته تيار او فعال شو.

ښاغلي وويل چي په نشه يې توکو د روږدو کسانو (۴۰) بستريز روغتون (۳۰) کار کونکي لري چي د فعاليت په لومړۍ ورځ کي (۳۰) تنه په نشه يې توکو اخته کسان تداوي کړل .

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې ‌د صحت په برخې کې زیات خدمات او د نویو صحي مرکزونو ایجادولو راپورونه اوریدل کیږي . په غزني ولایت کې هم د  لسګونو نوي کلنیکونو د پرانیستلو راپورونه ورکول شوي دي.