په افغانستان کې د راډیوګانو وضعیت، ستونزې او حل لارې...
خوږو اوریدونکو د فبرورۍ ۱۳مه په ۲۰۱۱م کال کې د یونسکو له خوا د راډیو د نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې او له هغه وروسته هرکال دغه ورځ په همدې نامه نمانځل کېږي. موږ هم هنداره خپرونه د راډیو نړیوالې ورځې ته ځآنګړې کړې او په دې خپرونه کې به په افغانستان کې د راډیوګانو په نشراتي او اقتصادي برخو باندې بحث وکړو، همدا راز به وڅېړو چې د راډیوګانو د ادارو مخکینی، اوسنی او راتلوونکی وضعیت څه ډول دی او اټکل شوی دی.
د تهران راډیو خوږو اوریدونکو راډیو هغه غږیزه رسنۍ ده چې د ټولنې په هره کچه او هر قشر وګړي په هر ځای کې ورته لاس رسی لري او لاهم راډیو د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو لپاره د خبرونو او نورو ښوونیزو خپرونو باوري سرچینه ده.
خوږو اوریدونکو د فبرورۍ ۱۳مه په ۲۰۱۱م کال کې د یونسکو له خوا د راډیو د نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې او له هغه وروسته هرکال دغه ورځ په همدې نامه نمانځل کېږي.
موږ هم هنداره خپرونه د راډیو نړیوالې ورځې ته ځآنګړې کړې او په دې خپرونه کې به په افغانستان کې د راډیوګانو په نشراتي او اقتصادي برخو باندې بحث وکړو، همدا راز به وڅېړو چې د راډیوګانو د ادارو مخکینی، اوسنی او راتلوونکی وضعیت څه ډول دی او اټکل شوی دی.
په خپرونه کې را سره په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نۍ دفتر مشر ظریف کریمي، د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر رسنیو د څار مسوول عبدالحق حماد او د افغانستان په ختیځ کې د FM راډیو ګانو د اتحادیې مشر شفیق الله رحماني میلمانه دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ.