پاکستان ۱۷۰ افغان بندیان ازاد کړل
Feb 16, 2023 14:13 Asia/Kabul
په پاکستان کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان له بندخونو څخه یې ۱۷۰ نور افغانان ازاد کړل چې په خوشي شویو کسانو کې ماشومان او میرمنې هم شاملي دي.
پاکستان ۱۷۰ افغان بندیان ازاد کړل
په پاکستان کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان له بندخونو څخه یې ۱۷۰ نور افغانان ازاد کړل چې په خوشي شویو کسانو کې ماشومان او میرمنې هم شاملي دي.
دوی زیاته کړې، له بند څخه ازاد شوي افغانان یې افغانستان ته لیږلي او هڅه کوي چې پاتې نور بندیان هم د پاکستان له زندانونو څخه ازاد کړي.
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د پاکستان سند ایالات محبس څخه هم د څلوېښت تنو افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړی وو.
ټیګونه