کابل کښې د بعثت اختر دستورې وشوې
زمونږ خبریال راپور راکړی د کابل د علمیه حوزو د مدیریت د شورا په کوربه توب د مبعث د جشن مراسم ترسره شول.
نن د ۲۰۲۳ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې ۱۸ او د ۱۴۴۴هجري قمري کال د رجب د میاشتې ۲۷ نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم مبعث دی.
د مبعث اختر داسی ورځ ده چې حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په څلویښت کلنۍ کښې په حرا غار کښې د متعال خدای او د جبرئیل علیه السلام لخوا په پیغمبرۍ وګومارل شو.
د کابل ښار په لویدیځ کښې په محمدیه جومات کښې د مبعث اختر په مراسمو کښې چې د کابل د علمیه حوزو د مدیریت د شورا په کوربه توب وشول ګڼ شمیر علماو، سیاسي او جهادي شخصیتونو او طلباو او ښاریزو ګډون وکړ.
د افغانستان یوه نامتو عالم ایت الله سید محسن حجت په دغو مراسمو کښې په اسلامي امت کښې په قران کریم باندې د عمل پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل په قران کریم کښې تدبر او په ایتونو او وحي باندې ژور فهم باید په مسلمانانو کښې سیسټاماټیک کړې شي.