چین ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128308-چین_ته_د_افغانستان_صادرات_زیات_شوي_دي
د چین ګمرک په یو رپورټ کښې دغه هیواد ته د افغانستان د صادراتو د زیاتیدو خبر ورکړ
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Feb 21, 2023 04:04 Asia/Kabul
  • چین ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي

د چین ګمرک په یو رپورټ کښې دغه هیواد ته د افغانستان د صادراتو د زیاتیدو خبر ورکړ

د چین ګمرک یا کسټمز وویل چې په ۲۰۲۲ کال کښې له افغانستانه د دغه هیواد واردات ۹.۰۹ میلین ډالرو او صادرات یې ۵۹ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.

د چین ګمرک اټکل وکړ چې دغه هیواد به په ۲۰۲۳ کال کښې د افغانستان په دویم سوداګري شریک بدل شي.

د خپرو شویو رپورټونو له مخې، په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته دغه هیواد ته د چین صادرات ۵۴ فیصده زیات شوي دي.

وچه میوه، د حیواناتو څرمنې، نیمه ګرانبیه کاڼي، آجیل او سبزیجات چین ته د افغانستان ډیر مهم صادرات دي.

دم ګړۍ پاکستان په ۱.۵۱۳ میلیارډ ډالرو سره د افغانستان وړومبنې تجارتي شریک دی او هندوستان په ۴۵.۵ میلیون ډالرو سره د افغانستان دویم ستر تجارتي شریک دی.