طالبانو له یونیسف څخه د مرستو د نه سیاسي کیدو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128310-طالبانو_له_یونیسف_څخه_د_مرستو_د_نه_سیاسي_کیدو_غوښتنه_وکړه
د طالبانو چارواکو په افغانستان کښې د انساني فعالیتونو د سیاسي کیدو د مخنیوي لپاره د هلوځلو غوښتنه وکړه
(last modified 2023-02-20T23:46:06+00:00 )
Feb 21, 2023 04:13 Asia/Kabul
  • طالبانو له یونیسف څخه د مرستو د نه سیاسي کیدو غوښتنه وکړه

د طالبانو چارواکو په افغانستان کښې د انساني فعالیتونو د سیاسي کیدو د مخنیوي لپاره د هلوځلو غوښتنه وکړه

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د هرات ولایت مرستیال مولوي عبدالقیوم روحاني او د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د نمایندګۍ مرستیال رحمت الله فیضان پرون په افغانستان کښې د یونیسف له مسئول فران اکوایز سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د یونیسف او د هرات د ځايي ادارې ترمینځ ملګرتیاوې او هم داشان د بې سرپرسته ماشومانو روزنه او خوارځواکي، په نشې د روږدو کسانو درملنه او د اړمنو لپاره اسانتیاوې د دغو خبرواترو چورلیز اعلان شوی دی.

مولوي عبدالقیوم روحاني په دغه ملاقات کښې وویل: کوم ارګانونه چې انساني فعالیتونه ترسره کوي، باید خلکو ته له سیاسي کارۍ پاک خدمات ورکړي.

په دغه کتنه کښې په افغانستان کښې د یونیسف د دفتر مشر هم وویل چې په یوې داسې طرحې کار کوي چې بې سرپرسته ماشومان تر پوښښ او کوریج لاندې راولي.

د ویلو ده چې د ملګرو ملتو د بشري چارو د غږملتیا دفتر(اوچا) پرون په یو ټویټ کښې ولیکل: په روان ۲۰۲۳ کال کښې په افغانستان کښې د انساني مرستو ترلاسه کولو ته اړمنو ۲۱ میلیون او ۲ لاکه کسانو ته د مرستې ورکولو لپاره ۳ میلیارډ ډالرو ته ضرورت دی.