شېخ ندیم وایی افغانستان نړۍ سره سیال کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128392-شېخ_ندیم_وایی_افغانستان_نړۍ_سره_سیال_کوو
نوموړي د یاد کنفرانس موخه په علمي ډګر کې پرمختګ، له نړۍ سره ځان سیال کول او په دغه برخه کې د نیمګړتیاوو په نښه کول وبلل.
(last modified 2023-02-22T06:04:02+00:00 )
Feb 22, 2023 10:30 Asia/Kabul
  • شېخ ندیم وایی افغانستان نړۍ سره سیال کوو

نوموړي د یاد کنفرانس موخه په علمي ډګر کې پرمختګ، له نړۍ سره ځان سیال کول او په دغه برخه کې د نیمګړتیاوو په نښه کول وبلل.

دکابل پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د لوړو زده کړو د پیاوړتیاپه نوم د درې ورځني ملي کنفرانس د پيل خبر ورکړی.

 په دې کنفرانس کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم ویلي، چې موږ عصري زده کړو او څېړنو ته ډېره اړتیا لرو.

هغه د پوهنتونونو له استادانو وغوښتل چې د عصري زده کړو او نویو پرمختګونو په برخه کې خپل مسؤلیت تر سره کړي.

نوموړي د یاد کنفرانس موخه په علمي ډګر کې پرمختګ، له نړۍ سره ځان سیال کول او په دغه برخه کې د نیمګړتیاوو په نښه کول وبلل.

  د کابل پوهنتون لپاره د طالبانو رئیس اسامه عزیز ویلي، چې په دغه کنفرانس کې د سلو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو علمي کادرونو ګډون کړی، چې شاوخوا ۷۰ مقالې د کنفرانس د بورډ له لوري غوره شوي او ۱۸ مقالې به دلته وړاندې شي.

طالب چارواکي وایي، چې دغه کنفرانس په سبا او بل سبا هم دوام وکړي او د استادانو له لوري به د لوړو زده کړو پیاوړتیا په برخه کې علمي ـ څېړنیزې مقالې وړاندې شي.

دوی دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نورو برخو ترڅنګ یې د حکومت له واکمنیدو سره د افغانستان ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو ته د زیاتو تاوانونو د اوښتو خبره کیږي.

طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو لومړنۍ دورې پرانیستي پریښي او نور یې د منځنیو او لېسې زده کړو، پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو دروازې ور تړلې دي.