زابل کې د يوه صراف جسد وموندل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128416-زابل_کې_د_يوه_صراف_جسد_وموندل_شو
د افغانستان زابل ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د يوه صراف جسد موندل شوی دی.
(last modified 2023-02-22T10:06:14+00:00 )
Feb 22, 2023 14:35 Asia/Kabul
  • زابل کې د يوه صراف جسد وموندل شو

د افغانستان زابل ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د يوه صراف جسد موندل شوی دی.

زابل کې د يوه صراف جسد وموندل شو

د افغانستان زابل ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د يوه صراف جسد موندل شوی دی.

د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر وايي، دغه صراف فیض محمد نومیده او په «حاجي ظابط» مشهور و، چې د تېرې يکشنبې ورځې راهیسې نادرکه او تېره ورځ (سې شنبه، ۲ د کب) یې جسد شاجوی ولسوالۍ کې موندل شوی دی .

نوموړی زیاتوي، د طالبانو ځايي امنيتي ځواکونو د دغه صراف د وژلو په تور يو شکمن کس نيولی او ترې څیړنې روانې دي.

د جوهر په وینا، د فیض محمد د وژنې قضیه لا هم روښانه نه ده چې ولې وژل شوی دی.