جرمني: اروپايي ټولنه غواړي پر طالبانو بندیزونه ولګوي
میرمن بایربوک ویلي چې له خپلو هالنډي او فرانسوي سیالانو او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزارتونو سره تر سلا مشورې وروسته دې نتیجې ته رسېدلی، چې طالبان لا هم پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګوي، نو د بشري حقوقو د سرغړونو له امله باید پر هغوی بندیزونه ولګول شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بیربوک د اروپا له خوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ له امله د طالبانو د حکومت پر ضد د احتمالي بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.
نوموړې وویل: اروپایي ټولنه د بشري حقونو د سرغړونو له امله پر طالبانو د بندیزونو د لګولو په لټه کې ده.
میرمن بایربوک ویلي چې له خپلو هالنډي او فرانسوي سیالانو او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزارتونو سره تر سلا مشورې وروسته دې نتیجې ته رسېدلی، چې طالبان لا هم پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګوي، نو د بشري حقوقو د سرغړونو له امله باید پر هغوی بندیزونه ولګول شي.
هغې زیاته کړه: مونږه به په ګډه راتلونکې غونډې ته د بندیزونو په اړه پریکړه چمتو کړو
جرمنی د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې په بشردوستانه او مرستندویه سازمانونو کې د ښځو د کار مخنیوی د منلو وړ نه دي.
د لوېدیځو هېوادونو ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو د جرمني په مونیخ ښار کې په امنیتي کنفرانس کې د طالبانو د رژیم په غندلو سره په یوه ګډه اعلامیه کې ادعا وکړه چې طالبان له ټولنې څخه د افغانستان د نیمايي وګړو په ایستلو سره له بشري حقونو څخه په جدي توګه سرغړونه کوي.
طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پرون د جاپان سفیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې عام افغانان د طالبانو پر ضد د نړیوالو اقتصادي بندیزونو او بانکي محدودیتونو زیان ګالي