جرمني: اروپايي ټولنه غواړي پر طالبانو بندیزونه ولګوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128426-جرمني_اروپايي_ټولنه_غواړي_پر_طالبانو_بندیزونه_ولګوي
میرمن بایربوک ویلي چې له خپلو هالنډي او فرانسوي سیالانو او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزارتونو سره تر سلا مشورې وروسته دې نتیجې ته رسېدلی، چې طالبان لا هم پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګوي، نو د بشري حقوقو د سرغړونو له امله باید پر هغوی بندیزونه ولګول شي.
(last modified 2023-02-22T21:46:19+00:00 )
Feb 23, 2023 02:10 Asia/Kabul
  • جرمني: اروپايي ټولنه غواړي پر طالبانو بندیزونه ولګوي

میرمن بایربوک ویلي چې له خپلو هالنډي او فرانسوي سیالانو او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزارتونو سره تر سلا مشورې وروسته دې نتیجې ته رسېدلی، چې طالبان لا هم پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګوي، نو د بشري حقوقو د سرغړونو له امله باید پر هغوی بندیزونه ولګول شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بیربوک  د اروپا له خوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ له امله د طالبانو د حکومت پر ضد د احتمالي بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.

نوموړې  وویل: اروپایي ټولنه د بشري حقونو د سرغړونو له امله پر طالبانو د بندیزونو د لګولو په لټه کې ده.

 میرمن بایربوک ویلي چې له خپلو هالنډي او فرانسوي سیالانو او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزارتونو سره تر سلا مشورې وروسته دې نتیجې ته رسېدلی، چې طالبان لا هم پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګوي، نو د بشري حقوقو د سرغړونو له امله باید پر هغوی بندیزونه ولګول شي.

هغې زیاته کړه: مونږه به په ګډه راتلونکې غونډې ته د بندیزونو په اړه پریکړه چمتو کړو

Image Caption

 

جرمنی  د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې په بشردوستانه او مرستندویه سازمانونو کې د ښځو د کار مخنیوی د منلو وړ نه دي.

د لوېدیځو هېوادونو ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو د جرمني په مونیخ ښار کې په امنیتي کنفرانس کې د طالبانو د رژیم په غندلو سره په یوه ګډه اعلامیه کې ادعا وکړه چې طالبان له ټولنې څخه د افغانستان د نیمايي وګړو په ایستلو سره له بشري حقونو څخه په جدي توګه سرغړونه کوي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پرون د جاپان سفیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې عام افغانان د طالبانو پر ضد د نړیوالو اقتصادي بندیزونو او بانکي محدودیتونو زیان ګالي