د اطلاعاتو او کلتور وزیر غزني ولایت ته تللی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128446-د_اطلاعاتو_او_کلتور_وزیر_غزني_ولایت_ته_تللی_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال سفر کړی
(last modified 2023-02-23T06:31:03+00:00 )
Feb 23, 2023 10:57 Asia/Kabul
  • د اطلاعاتو او کلتور وزیر غزني ولایت ته تللی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال سفر کړی

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د غزني ولایت د ځوانانو ستونزي او غوښتنې واورېدې.

نوموړي د غزني ولایت د ځوانانو مختلفې پوښتني او غوښتني چې د زده کړي، کار، فرهنګ او اقتصاد په برخو کې د ازاد بحث په ترڅ کې د ځوانانو چارو له معین سره شریکې شوې له نوموړي څخه د یادو ستونزو د حل غوښتونکي شول.

دځوانانو معین ښاغلي راشد زیاته کړه چې امریکایانو اشغال ګرو په افغانستان کې ګرمه جګړه وبایلله او ماتي یې  وخوړه، خو په وینا یې غرب بیا هم په دې هڅه کې دی  چې د فکري جګړي له لاري هدف ته ځان ورسیوي.

نوموړي د افغانستان له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې د غربي هېوادونو د فکري جګړې تر اغیز لاندي را نشي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان اوس یو روښانه راتلوونکی لري.

په یاده غونډه کې د غزني والي مولوي محمد اسحاق آخندزاده بیا وویل، چې په تېرو جهادې دورو کې (۹۸) سلنه برخه ځوانانو اخیستي وه او د افغانستان اسلامي نظام هم د ځوانانو د قربانیو په پایلو کې لاسته راغلی ده.