جوزجان کې یوه ۱۹ کلن ځوان ځان ځړولی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128458-جوزجان_کې_یوه_۱۹_کلن_ځوان_ځان_ځړولی
جوزجان ولايت کې سرچينې وايي، چې د دې ولايت په خانقاه ولسوالۍ کې يوه ۱۹ کلن ځوان خپل ځان ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی.
(last modified 2023-02-23T08:20:00+00:00 )
Feb 23, 2023 12:48 Asia/Kabul
  • جوزجان کې یوه ۱۹ کلن ځوان ځان ځړولی

جوزجان ولايت کې سرچينې وايي، چې د دې ولايت په خانقاه ولسوالۍ کې يوه ۱۹ کلن ځوان خپل ځان ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی.

جوزجان کې یوه ۱۹ کلن ځوان ځان ځړولی

جوزجان ولايت کې سرچينې وايي، چې د دې ولايت په خانقاه ولسوالۍ کې يوه ۱۹ کلن ځوان خپل ځان ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی.

د دې ځوان نوم برکت الله و او پرون (چهارشنبه، ۳ د کب) شپه يې د خانقاه ولسوالۍ په «قليچ‌آباد» کلي کې ځانوژنه کړې ده.

د جوزجان ولايت د خانقاه ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيې قومندان رضا محمد شيخ د دې ځوان ځان وژنه تاييدوي او وايي چې نوموړي رواني ناروغۍ درلوده او خپل ځان يې د سولر په پايې پورې ځړولی دی.

ده زياته کړه چې د دې قضيې په اړه نورې څیړنې هم کوي.

په دې وروستيو کې د ټول هيواد په کچه د ځانوژنې پېښې زياتې شوې دي.

د اقتصادي ستونزو له وجې رواني ناروغۍ، روحي فشارونه او کورنی تاوتريخوالی د ځانوژنې عوامل ګڼل کېږي.