کابل ښار کې چاودنې د طالبانو يو قوماندان ووژلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128462-کابل_ښار_کې_چاودنې_د_طالبانو_يو_قوماندان_ووژلی
د افغانستان پلازمینه کابل ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی او د دغې ډلې دوه نور غړي ټپیان دي.
(last modified 2023-02-23T08:29:45+00:00 )
Feb 23, 2023 12:57 Asia/Kabul
  • کابل ښار کې چاودنې د طالبانو يو قوماندان ووژلی

د افغانستان پلازمینه کابل ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی او د دغې ډلې دوه نور غړي ټپیان دي.

کابل ښار کې چاودنې د طالبانو يو قوماندان ووژلی

د افغانستان پلازمینه کابل ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی او د دغې ډلې دوه نور غړي ټپیان دي.

په کابل کې سرچینې وايي، چاودنه پنجشنبه د کب میاشتې پر څلورمه نېټه د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د کارته نو د غونډۍ په سیمه کې شوې ده.

پيښه په دې سيمه کې د طالبانو په يوه امنيتي پوسته کې د ځای‌پرځای شوي چسپکي ماين د چاودنې له امله شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د وژل شوي طالب قوماندان نوم سميع‌الله دى او د کارته نو په غونډۍ سيمه کې د دغې ډلې د پوستې مسوول هم و.

طالبانو تر اوسه د دې چاودنې او د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.