په بدخشان کې ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې وچاودیده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128532-په_بدخشان_کې_ځانمرګی_بریدګر_هدف_ته_له_رسېدو_مخکې_وچاودیده
نن سهار یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د فیض آباد ښار د کابل بانک په دروازه کې د غونډې ځای ته چاودنه ورکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا وپېژندل شو او په نښه شو.
(last modified 2023-02-25T03:46:21+00:00 )
Feb 25, 2023 08:07 Asia/Kabul
  • په بدخشان کې ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې وچاودیده

نن سهار یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د فیض آباد ښار د کابل بانک په دروازه کې د غونډې ځای ته چاودنه ورکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا وپېژندل شو او په نښه شو.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې په فیض آباد ښار کې د خلکو د یوې غونډې په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړي، هدف ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا وپیږندل شو او نښه شو.

د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي افغان غږ خبری آژانس ته وویل: نن سهار یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د فیض آباد ښار د کابل بانک په دروازه کې د غونډې ځای ته چاودنه ورکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا وپېژندل شو او په نښه شو.

د هغه په ​​وينا، د دغه ځانمرګي بريد له امله چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دريو مياشتو کې د هېواد په شمال ختيځ کې بدخشان او تخار د نورو ولايتونو په پرتله د زياتو چاودنو شاهد دي، چې تر ډېره په کې خلک او دولتي ځواکونه په نښه شوي دي.