ملا یعقوب وایی د افغانستان فضا ترنیواک لاندې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128554-ملا_یعقوب_وایی_د_افغانستان_فضا_ترنیواک_لاندې_ده
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم په دې مراسمو کې د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د افغانستان د پولو پر دفاع او امنیت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-02-25T07:16:02+00:00 )
Feb 25, 2023 11:43 Asia/Kabul
  • ملا یعقوب وایی  د افغانستان فضا ترنیواک لاندې ده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم په دې مراسمو کې د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د افغانستان د پولو پر دفاع او امنیت ټینګار وکړ.

د افغانستان پر فضايي حریم د بې پیلوته الوتکو ګرځیدل د افغانستان د دفاع وزیر اندېښنه راپارولې او ویلي دي؛ چې د هېواد فضا نیول شوې او داسې تکنالوژي نلري، چې د دغو الوتکو د الوتنو مخه ونیسي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د افغانستان دفاع وزیر د ښوونې او روزنې اړتیا ته په اشاري سره څرګنده کړې پوځ باید په داسې ډول وروزل شي، چې څوک د افغانستان د پوځي نیواک په اړه فکر ونه ‌کړي.

د ځواکونو له اکادمۍ څخه د محصلینو د فراغت په مراسمو کې محمد یعقوب د امنیت پر خونديتوب او د سرحدونو ساتنې ټینګار وکړ او وایي، چې موخې باید روښانه وي او اوسنی امنیت باید ټینګ وساتل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم په دې مراسمو کې د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د افغانستان د پولو پر دفاع او امنیت ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د  ملي دفاع پوهنتون د ځوانو افسرانو د اکادمۍ څخه ۳۸۴ محصلینو د نظامي او ملکي زده‌کړو له څوارلسمې دورې څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.