فاریاب کې غلو شپون وژلی او رمه یې ترې بیولې
Feb 26, 2023 08:48 Asia/Kabul
د افغانستان فارياب ولايت کې سرچينو رسنیو ته ویلي، چې غلو د دې ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د عبدالاحد په نوم يو ۷۰ کلن شپون وژلی او د هغه رمه يې له ځان سره وړې ده.
فاریاب کې غلو شپون وژلی او رمه یې ترې بیولې
د افغانستان فارياب ولايت کې سرچينو رسنیو ته ویلي، چې غلو د دې ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د عبدالاحد په نوم يو ۷۰ کلن شپون وژلی او د هغه رمه يې له ځان سره وړې ده.
دا پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په «بلوچ شاه نادر» کلي کې شوې ده او ویل کیږي، له پنځوسو زیات پسونو غلو له ځآن سره بیولې دي.
طالبانو رسنیو ته د دې چوپان مړينه او د څارويو غلا کېدل منلي دي، خو په اړه یې څوک نه دي نيول شوي.
ټیګونه