افغانستان کې دوه تنه وژل شوي
د افغانستان لوګر او پروان ولایتونو اړوند په دوه جلا پېښو کې دوه تنه د چړو په وهلو سره وژل شوي.
افغانستان کې دوه تنه وژل شوي
د افغانستان لوګر او پروان ولایتونو اړوند په دوه جلا پېښو کې دوه تنه د چړو په وهلو سره وژل شوي.
لوګر ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، نن (یکشنبه، ۷ د کب) سهار د نامالومو کسانو له خوا د «احمد مصور» په نوم یو ځوان د محمد اغې ولسوالۍ اړوند «سباقي خېلو» سیمه کې د چړې په وسیله وژلی دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احمد الله انس ځايي خبریالانو ته دا پېښه تایید کړې او ویلي دي، چې د عاملینو د نیولو لپاره یې هڅې پېل کړې دي.
د دغه وژل شوي ځوان خپلوان وايي، کورنۍ یې له کوم چا سره شخصي دښمني نه لري.
دغه رواز پروان ولایت کې سرچینې وایي، چې نامعلومو کسانو د دې ولایت په مرکز چاریکار کې یو کس په چاقو وژلی دی.
سرچينې وايي چې یاد کس عنایت الله نومیده او ۳۵ کاله عمر یې درلود چې تېره ورځ ماښام (شنبه، ۶ حوت) د چاريکار ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې وژل شوی دی.
ویل کیږي، نوموړی غریبکار وو، له چا سره یې شخصي دښمنې نه درلوده او ترې درې اولادونه پاتې شول چې مشر یې ۱۱ کلن دی.
په همدې حال کې د پروان ولايت د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند کامران حبيبي دا پېښه تاييدوي او وايي چې د طالبانو کشفي ځواکونو د دې پېښې د څرنګوالي او قاتلينو د نيولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.