په کابل کې د څو چاودنو او ډزو غږونه اوریدل شوي دي
د کابل په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کې ترهه ګرې چاودنې ښی چی په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ادعا په اپوټه دغه حکومت تراوسه ندی توانیدلې په دغه هیواد کی ضروری او بشپړه امنیت ټینګ کړې شی .
د افغانستان د شفقنا خبری اژانس له راپور سره سم افغان سرچینو ویلی دی چی د کابل ښار له ۱۷ امنیتی حوزې د چاودنو او ډزو غږونه اوریدل شوی دي . د راپورله مخې د ډزو او چاودنو غږونه اوس هم اوریدل کیږی چی د احتمالی تلفاتو په اړه یې تراوسه کوم راپور ندې ترلاسه شوی .
له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد په کابل ښار کې د داعش ډلې پر ضد د یکشنبې ورځې د ماښام د عملیاتو جزیات خپاره کړي.
نوموړي ویلي، چې دغه عملیات د طالبانو د استخباراتو د ځواکونو له لوري د کابل خيرخانې اړوند شهرک ذاکرين سیمه کې ترسره شوي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه سیمه کې د داعشیانو يو مهم پټن ځای و، چې د دوی د عملیاتو په پایله کې دوه داعشيان پکې وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی.
د طالبانو ویاند زیاتوي دوه میله کلاشینکوف ، يو واسکټ او په زياته اندازه مهمات ترې ونيول شول.د داعشیانو دې ګروپ د تخریبي کړنو پلان درلود چې د لوی خدای په نصرت مخکې له مخکې کشف او له منځه یوړل شول.
د مجاهد د معلوماتو له مخې، د عملیاتو پر مهال د دوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د کابل په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کې ترهه ګرې چاودنې ښی چی په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ادعا په اپوټه دغه حکومت تراوسه ندی توانیدلې په دغه هیواد کی ضروری او بشپړه امنیت ټینګ کړې شی .