طالبانو ترکیې کښې هم سفارتي فعالیت پیل کړی
Feb 28, 2023 03:55 Asia/Kabul
یوې افغان رسنۍ وویل چې په ترکیه کښې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپارل شو
طلوع نیوز پرون خبر ورکړی چې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سیاسي چارو د ادارې مشر وویل: په انقره کښې د افغانستان سفارت له نن څخه په رسمي توګه د طالبانو حکومت ته سپارل شوی دی.
هغه په دې هکله وویل: ګل محمد زدران په ترکیې کښې د افغانستان د نوي سفیر په توګه معرفي شوی دی.
زدران شپږ میاشتې مخکښې د طالبانو له خوا معرفي شوی و او د ترکیې حکومت هم منلی و خو په ځینو وجوهاتو یې تراوسه خپل کار نه و پیل کړی شوی.
له دې مخکښې طالبانو ایران ته هم خپل اووه سفارتکاران رالیږلي او په تهران کښې یې د افغانستان په سفارت کښې کار پیل کړی دی.
ټیګونه