طالبانو ایراني پوله ساتي خوشې کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128706-طالبانو_ایراني_پوله_ساتي_خوشې_کړل
یوې خبر سرچینې وویل چې د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو له خوا نیوال شوي ایراني سرحدي ځواکونه د صلاح مشورو وروسته آزاد کړې شول
(last modified 2023-02-27T23:42:30+00:00 )
Feb 28, 2023 04:09 Asia/Kabul
  • طالبانو ایراني پوله ساتي خوشې کړل

یوې خبر سرچینې وویل چې د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو له خوا نیوال شوي ایراني سرحدي ځواکونه د صلاح مشورو وروسته آزاد کړې شول

دغې سرچینې پرون ایرنا ته وویل چې د طالبانو د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوي ایراني پوله ساتونکي، د اعلان شوي خبر په اپوټه، عسکر نه وو بلکې سرحدي درجه داران او د کدر غړي وو.

په وړومبني خپور شوي خبر کښې یوې خبر سرچینې ویلي وو چې په نشه ایزو توکو یو بار موټر د ایران د اسلامي جمهوریت په پوله کښې اودرول شو او سرحدي ځواکونه ګاډي ته په ورختلو سره د هغه په تلاضۍ لګیا وو چې د ګاډي چلوونکي سره د موټره د افغانستان په لور تیښته غوره کړه او سره د ایراني ځواکونو یې موټر د افغانستان خاورې ته ستون کړ.

خبر زیاتوي چې د اسلامي ایران سرحدي ځواکونو د افغانستان له پوله ساتو ځواکونو سره د همکراۍ او د ښه ګاونډیتوب د اصل په خیال ساتلو سره په قاچاقي ګاډي باندې له ډزو ډډه وکړه او د افغانستان سرحدي ځواکونو دغه ګاډی اودروه او په کښې سپاره کسان یې ونیول چې یو په کښې د ایران سرحدي پولیس و.