افغانستان کښې زر د رسنیو نوی قانون اعلانیږي
Feb 28, 2023 12:15 Asia/Kabul
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د اطلاعاتو او د کلتور وزارت د نشریاتو مسوول حیات الله مهاجر فراهي وویل چې دغه وزارت د افغانستان د رسنیو نوی قانون د دغه ډلې مشر ته د لاسلیک کیدا لپاره استولی او زر به یې رسنیو ته ورکړي.
فراهي وویل د طالبانو حکومت له رسنیو څخه د افغانستان ملي ګټو ، د افغانستان د کلتور او د اسلامي ارزښتونو د احترام غوښتنه کوي.
واک ته د طالبانو په بیا رسیدا او د رسنیو د ازادانه فعالیت په لاره کښې د دغه ډلې خنډ جوړونې د دوه زره درې سوه ښځو په شمول د کابو اته زره رسندوي فعالانو د بې روزګاره کیدا سبب شوي دي.
هغه وویل هغه خبریالان چې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته بې کاره شوي دي په مناسبو برخو کښې به وګومارل شي.
ټیګونه