طالب چارواکو سره د اروپایي استازو کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128866-طالب_چارواکو_سره_د_اروپایي_استازو_کتنه
د اروپايي ټولنې یوه جګپوړي پلاوي په کابل او کندهار کې د طالبانو حکومت له  مشرانو سره ملاقات کړی دی.
(last modified 2023-03-02T07:06:07+00:00 )
Mar 02, 2023 11:34 Asia/Kabul
  • طالب چارواکو سره د اروپایي استازو کتنه

د اروپايي ټولنې یوه جګپوړي پلاوي په کابل او کندهار کې د طالبانو حکومت له  مشرانو سره ملاقات کړی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې جګپوړي استازي توماس نیکلاسن او په کابل کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې رافایلا ایودیس د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت له لورې د خپرې شوې اعلامیې له مخې، متقي په دغه کتنه کې  هغوی ته ویلي دي چې، اروپايي هېوادونه کولای شي په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د اروپایي ټولنې پلاوي کندهار ته هم تللي او هلته د طالبانو د حکومت د والې په شمول له یو شمېر چارواکو سره کتلي دي.

طالبان په داسې حال کې اروپايي پلاوي ته د هغوی د سفارتونو د امنیت ډاډ ورکوي چې، په کابل کې د روسیې او پاکستان سفارتونه او همدا راز په کابل کې د چینایانو یو هوټل څه موده مخکې ترهګرو له لورې په نښه شوې.