طالبانو د انفلاسیون په کنټرولولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128926-طالبانو_د_انفلاسیون_په_کنټرولولو_ټینګار_وکړ
اوا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د معاشاتو او د تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون په هیواد کښې د انفلاسیون په کنټرولولو ټينګار وکړ.
(last modified 2023-03-03T21:30:38+00:00 )
Mar 04, 2023 01:58 Asia/Kabul
  • طالبانو د انفلاسیون په کنټرولولو ټینګار وکړ

اوا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د معاشاتو او د تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون په هیواد کښې د انفلاسیون په کنټرولولو ټينګار وکړ.

افغانستان همدا اوس د امریکا د عسکرو د شل کلن نیواک او د جنګ له کبله له انساني او اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی.

د امریکا دغه شل کلن نیواک او جنګ د افغانستان د اقتصادي بیخ بنایانو د تباه کیدا او په هیواد کښې د انفلاسیون د زیاتیدا سبب شوی دی.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشاتو او د تشکیلاتو د تنظیم د کمیسیون غونډه پرون وشوه.

په دغه غونډې کښې د معاشاتو او د تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون غړیو ټینګار وکړ بیلابیلې ادارې او متخصصان په دې زمینه کښې باید په خپلو اقداماتو ترسره کولو سره په هیواد کښې د انفلاسیون د زیاتیدا مخه ونیسي.

په عین حال کښې د طالبانو حکومت په تیرې چهارشنبې ورځ د کابینې په پینځویشتمې غونډې کښې د راتلونکي هجري لمریز کال د بودجې د تصویبیدا خبر ورکړ خو د بودجې جزیات یې تراوسه نه دي خپاره کړي.